BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
غزه کې د جګړې پای ته رسولو هڅې؛ د حماس استازي د اوربند په تړاو خبرو لپاره قاهرې ته ځي
د حماس یو پلاوی په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې د سولې خبرو اترو لپاره قاهرې ته ځي. د حماس یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې دغه ډله د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د اسرائیلو له وروستي وړاندیز سره کومه "بنسټیزه ستونزه" نه لري، خو لا تر اوسه د پرمختګ څرګندې نښې نه شته.
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنی کمپاين پيل شو
په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیل شو، خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی. له پولیو پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ترڅنګ د ویټامین اې کپسولونه هم ورکول کېږي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې له دې فرصته ګټه واخلي او خپل ماشومان نه یوازې د پولیو پرضد واکسین کړي بلکې ویټامین اې هم ورکړي.
کېنیا کې سیلابونو له ۴۰ ډېر کسان وژلي؛ امریکا کې هم توپانونو مرګژوبله اړولې
د امریکا په مرکزي برخه کې د لسګونو توپانونو له امله د یوه څلور میاشتني ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د افغانستان په څو ولایتونو کې واوره ورېدلې ده
د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې تېره شپه واوره ورېدلې ده. په افغانستان کې د ځايي رسنيو له مخې په وردګ، بدخشان، پنجشېر، لوګر او غزني ولايتونو کې واوره شوې ده.
د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی
د اوکرايين پوځ مشر ويلي د روسيې د څو بريدونو په پايله کې د جګړې به لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی دی. اوليکساندر سيرسکي ويلي، اوکراييني ځواکونه د ختيځ دونيڅک له سیمې وتلي دي. روسيه هڅه کوي وړاندې له دې چې اوکرايين امريکایی وسلې ترلاسه کړي له خپل بشري ځواک او توغنديو پوره ګټه پورته کړي.
پر رفح د بريد په اړه د اسرائیلو جنګي کابينه کې اختلاف؛ محمود عباس وايي يوازې امريکا کولی شي د بريد مخه ونيسي
په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره د هڅو په لړ کې د اسرائيلو په کابينه کې اختلافات زيات شوي دي.په اسرائيلو کې د ملي يووالي ګوند مشر او د دغه هېواد د جنګي کابينې يوه غړي بني ګانټس ويلي، که د اسرائیلو حکومت د يرغمل شويو وګړو د خوشي کولو هوکړه ونکړي ښايي د شتون حق له لاسه ورکړي.
له منځني ختیځ تر افغانستانه د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې بریا که ناکامي؟
سیاسي، امنیتي، اقتصاد او ټولنیزو توپیرونو ته په پام سره په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې هم مختلفې دي، خو د کتونکو له نظره بیا هم ځینې مشترک ټکي او عوامل لري. ۱۹۹۰ لسیزه افغانستان کې د مجاهدینو له "بریا" وروسته د سیاسي واک تجربه آن پخپله د دوی له نظره یوه ناکامه تجربه وه، ځکه دا ډلې د واک پر سر خپلمنځي خونړۍ جکړه کې ښکېلې شوې. له عرب پسرلي وروسته د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د ټاکنو له لارې د اسلام پالو ګوندونو او ډلو واک ته رسېدلو هم د نړۍ پام ځانته ور واړاوه.
اسحاق ډار د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال وټاکل شو
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په لومړي ځل نړیوال جام ته ووته
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو په شپږمه لوبه کې قرغیزستان ته د پنځه پر درې ګولونو په توپیر ماتې ورکړې او د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه. دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله نړیوال جام ته لاره مومي. که څه هم افغان لوبغاړي د ځینو ځواکمنو لوبډلو پر وړاندې ښه ولوبېدل، خو د تاجکستان د لوبډلې پر وړاندې یې درې پر دوو ګولونو ماتې وخوړله.
ځانګړي مطالب
د ټیټانیک بېړۍ د یوه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ په ۹۰۰ زره پونډه وپلورل شوه
د ټیټانیک په بېړۍ کې د تر ټولو یوه بډایه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ د هغې د وړاندیز شوې بیې قشپږ برابره لوړه په ۹۰۰ زره پونډو وپلورل شوه.
ویډیو, افغانستان کې د خونړي پېر د رهبرانو بچیان د خپلو مشرانو کړنې څه ډول ارزوي؟موده, 51,58
د ثور اومه او اتمه د افغانستان د تاریخ د دوو خونړیو فصلونو د پیل ورځې بلل کېږي. منتقدین وايي کین اړخو د ثور پر اومه افغانستان کې د شوروي نیواک یا اشغال ته لار پرانیسته او د ثور پر اتمې بیا اسلامپالو ډلو د یوې ویجاړوونکې کورنۍ جګړې اور بل کړ. خو اوس له څو لسیزو وروسته د دواړو غاړو دویم نسل د خپلو مشرانو کړنو ته په کومه سترګه ګوري؟ د بي بي سي په دې ځانګړي بحث کې مو ورته کتنه کړې.
خارښ څه شی دی او ولې موږ خپل ځان ګروو؟
خارښ د پوستکي اختلالاتو یوه نښه ده. په دې لیکنه کې موږ پر ځینو هغو ساینسي حقیقتونو خبرې کوو چې زموږ د پوستکي لاندې پېښېږي:
ظاهر او باطن
داسې څوک به شاید تاسې هم لیدلی وي چې د زورور سړي به بې حده احترام کوي او یو بل وخت به، چې له هغه سره زور نه وي، سپکې سپورې پسې وایي.
شمالي وزیرستان ته د انس حقاني تګ؛ څه ډول تللی و او موخه یې څه وه؟
د تېر کمکي اختر ورځو کې (د ۲۰۲۴ اپرېل) شمالي وزیرستان ته د انس حقاني "نارسمي سفر" په افغانستان او پاکستان دواړو کې غبرګونونه پارولي دي. ښاغلی حقاني د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی. نوموړی د طالبانو حکومت کې د هغه کمېسیون غړی هم دی چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له افغانستانه د وتلو سیاستوالو او حکومتي چارواکو د بېرته ورستنولو لپاره جوړ شوی دی.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, ستاسې غږ, ۱۲:۰۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۴, ۱،۰۰،۰۰ موده
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.