BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کرېکټ نړیوالې شورا له بهر مېشتو افغان ښځینه لوبغاړو سره 'مالي او روزنیز ملاتړ' اعلان کړ
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، له هېواده د وتلیو افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو سره د ملاتړ لپاره یوه کاري ډله ګوماري. پر یکشنبه د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې شورا د هند، انګلنډ او ویلز کرېکټ بورډونو او له اسټرالیا کرېکټ کنټرول ادارې (سي اې) سره په شریکه وپتیله چې له ''وړتیا لرونکو'' لوبغاړو سره د دوی په لوبیزو فعالیتونو او د شخصي پرمختګ په سفر کې مرسته وکړي. د ای سي سي دا پرېکړه د یادې شورا په یوه بورډ غونډه کې شوې ده.
د اسرائیل هوايي برید غزې ښار کې د وروستي فعال روغتون یوه برخه ویجاړه کړې
د اسرائیلو هوايي برید په غزې ښار د وروستي فعال الاهلي روغتون یوه برخه ویجاړه کړې ده. عیني شاهدانو ویلي چې برید د روغتون د جدي پاملرنې او جراحي څانګې ویجاړې کړې. پر خوله رسنیو یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د روغتون پر دوه پوړیزه ودانۍ د توغندیو له لګېدو وروسته اور بل شوی او لوګي ترې پورته کېږي. حماس دا یو "وحشتناک جنایت" بللی او ویلي یې دي چې په دې تړاو څېړنې روانې دي.
سرطان ضد درمل 'څلور کاله اضافي وخت راکړ'
د انګلنډ عامې روغتیا اداره (این ایچ اېس) اوس یو نوی درمل ناروغانو ته ورکولای شي، چې د تیونو سرطان پرمختللې بڼې په درملنه کې مرسته کوي. کلینکي تجربو ثابته کړې، چې کیپیواسرټیب نومې درمل (ګولۍ) د سرطان د دغه ډول پرمختګ سوکه کوي او په ځینو ناروغانو کې ټیومرونه کوچني کوي. په انګلنډ کې د درملو ارزونې ادارې له اجازې وروسته این ایچ اېس ته اجازه ورکړل شوې، چې دا درمل ناروغانو ته ورکړي.
ایران کې د پاکستانیانو وژل کېدل: شهباز شریف د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه کړې
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران په سیستان- بلوچستان ایالت کې د ۸ پاکستانیانو وژل کېدو پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او د ایران له حکومته یې غوښتي چې د پېښې عاملین ونیسي. له دې مخکې د ایران (حال وش) نومي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي وو، چې وژل شوي پاکستانیان د پنجاب اوسېدونکي وو، چې په ایران کې یې د ګاډو ترمیم مزدوري کوله. په دې رپوټ کې زیاته شوې، د مهرستان په یوه کلي کې د وژل شویو کسانو مړي په داسې حال کې موندل شوي، چې لاس- پښې یې تړل شوي وو.
کیمیاوي سوځېدنه، بریدونه، برقي شاکونه – غزهوالو بيبيسي ته په اسرائیلي توقیف ځایونو کې د شکنجې کیسې کړې
فلسطیني بندیان چې د اسرائيلو له زندانونو بېرته غزې ته خوشي شوي، بي بي سي ته ویلي چې د اسرائیلو پوځ او د زندان د چارواکو له خوا له ناوړه چلند او شکنجې سره مخ شوي. دا د اسرائیلي پوځ په مرکزونو او زندانونو کې د ناوړه چلند راپورونو ته نور شواهد ور زیاتوي.
له خبرونو ور هاخوا
څه؟ څنګه؟ ولې؟
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۴ اپریل ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, Just One Thing/Art, ۱۵:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
یوازې یو شی= داسې څه اورئ چې ستاسو فزیکي او رواني روغتیا ته ګټه رسوي
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, Darman, ۱۲:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
مجله رادیویی در مورد مسائل صحی
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.