BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کیمیاوي سوځېدنه، بریدونه، برقي شاکونه – غزهوالو بيبيسي ته په اسرائیلي توقیف ځایونو کې د شکنجې کیسې کړې
فلسطیني بندیان چې د اسرائيلو له زندانونو بېرته غزې ته خوشي شوي، بي بي سي ته ویلي چې د اسرائیلو پوځ او د زندان د چارواکو له خوا له ناوړه چلند او شکنجې سره مخ شوي. دا د اسرائیلي پوځ په مرکزونو او زندانونو کې د ناوړه چلند راپورونو ته نور شواهد ور زیاتوي.
ایا سره زر په مالي کړکېچ کې دګټې پانګونه ده؟
په تېرو میاشتو کې د سرو زرو نړیوال قیمتونه په پرلهپسې توګه لوړ شوي او نوې بیې یې ریکارډونه مات کړي، ځکه چې پانګهوال د بازارونو د نامعلوم حالت له امله خوندي پانګونې لټوي.
امریکا له ايران سره خبرې "مثبتې او رغنده" بللې دي
د امریکا سپینې ماڼۍ په یوه بیانه کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټيو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ د شنبې ورځې خبرې اترې "ډېرې مثبتې او رغنده" بللې دي. د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي، "ځانګړي استازي ويټکاف ډاکټر عراقچي ته ويلي چې ولسمشر ټرمپ ورته دنده سپارلې چې د امکان تر کچې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي."
هندي پولیسو ولې د نواب شیخ ګرځنده پالنګ ضبط کړ؟
په کیسو یا نکلونو کې به مو د داسې غالیو یا کبانو کیسې اورېدلې وي، چې الوځي، خو کله مو د داسې پالنګ یا بستر کیسه اورېدلي، چې د ښار پر سړکونو ځغلي؟ په دا وروستیو کې همداسې یو پالنګ لیدل شوی، چې ويديو يې د هند لوېدیځ بنګال ایالت کې ثبت شوې ده. دا ویډیويي کلېپ یو سړی ښيي، چې پر خپل پالنګ یې بالښت ته ډډه وهلې او پالنګ یې د ښار په لارو، کوڅو کې ځغلي.
یوناما په افغانستان کې د اعدامونو د سملاسي بندېدو غوښتنه کوي
ملګرو ملتونو د طالبانو لخوا په نیمروز، فراه او بادغیس ولایتونو کې د څلورو کسانو علني اعدامونه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې سملاسي اعدامونه ودروي او د بشري حقونو د خوندي ساتلو لپاره دې د اعدام سزا د موقت وخت لپاره وځنډول شي.
له خبرونو ور هاخوا
څه؟ څنګه؟ ولې؟
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۳ اپریل ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۲ اپریل ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.